انصار: (د زمري ۶ مه)، د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي د کارګل په غرونو کې دجنګ د ۲۵ مې کلیزې په مناسبت وینا کې ویلي، چې پاکستان له تاریخ نه زده کړه نه ده کړې.
مودي پاکستان یو ځل بیا له ترهګرۍ څخه په ملاتړ تورن کړ او ویې ویل، چې دغه هېواد له تاریخ نه زده کړه نه ده کړې.
د ده په وینا، پاکستان له دې لارې غواړي ځان پیاوړی کړي.
هندوستان بیا- بیا پاکستان په ورته تورونو تورن کړی، خو دغه هېواد یاد شوي تورونه رد کړي.
افغان شنونکي او وخت پر وخت حکومتونو هم پاکستان په ورته تورونو تورن کړی او په دې اړه یې اسناد او شواهد هم وړاندې کړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32694
قرأ